یونان ترکیې ته د کډوالو د لومړۍ ډلې استول پیل کړل

یونان د اروپایي اتحادیې د پلان له مخې چې غواړي پر اروپا د بې ساري کډوالو بارکم کړي، ترکیې ته د کډوالو د لومړۍ ډلې استول پیل کړل.

د اروپایي اتحادیې د پولې د چارو ادارې فرونتیکس وویل، دوو کښتیو چې ترکي بېرغونه پرې رپېدل او ۱۳۱ کډوال په کې سپاره و، نن د یونان د لیسبوس له ټاپو حرکت پیل کړ.

دغه اداره ترکیې ته دغه کډوال بدرګه کوي.

دغه کډوال چې زیاتره یې پاکستانیان او بنګله دېشیان دي د ترکیې لوېدیځ دیکیلي ته انتقالېږي.

ترکي چارواکو وویل، تمه کوي چې شاوخوا پنځه سوه تنه به تسلیم شي.

د اروپایي اتحادیې او ترکیي ترمنځ د شوي تړون له مخې انقره به د سوریانو په ګډون ټول هغه کډوال بېرته مني چې په غیر قانوني ډول یونان ته داخلېږي.

او اروپایي اتحادیه به هم په بدل کې له ترکیې په زرګونو سوریایي کډوال مستقیماً مني.

پردې سربېره به انقرې ته د زیاتو مالي منابعو، له وخته مخکې له وېزي پرته د مسافرت کولو او په اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب پرسرخبرو کې د پرمختګ امتیازات ورکول کېږي.

د ترکیې او اروپایي اتحادیې ترمنځ شوی تړون د بشري حقونو ډلو غندلی او همداراز یې د تیاریو د نشتوالي په اړه اندېښنې راپورته شوي دي.