د حکومت د ژمنو پر نه عملي کېدو او د نړیوالو پر کمزورو کړنو انتقاد

د مدني ټولنې ګډه کاري ډله د ملي وحدت حکومت د مشرانو د ژمنو له نه عملي کولو او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له کمزوره کړنو انتقاد کوي.

د دې ډلې غړیو د یکشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د همغږۍ او څارونکي بورډ "JCMB" په غونډه کې به په نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو او د ژمنو د عملي کېدو لپاره مشخص وړاندیزونه وکړي.

له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د همغږۍ او څارونکي بورډ "JCMB" د غونډې په درشل کې د مدني ټولنې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې د ملي وحدت د حکومت او نړیوالې ټولنې کمزورې کړنې به ټولو ته یادې کړي.

د مدني ټولنې ګډه کاري ډله د امنیتي وضعیت خرابوالی، د قانون نه واکمني، د تاوتریخوالي او اداري فساد زیاتوالی،په انتخاباتي اصلاحاتو کې ځنډ او وزګاري د افغانستان جدي ننګونې بولي.

حمیرا ثاقب

حمیرا ثاقب چې د مدني ټولنې د ګډې کاري ډلې په استازیتوب یې د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه کنفرانس کې خبرې کولې د یادې ډلې دریځ له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو په اړه ولوست:

"خلکو د یوه وړ او ځواب ورکونکي حکومت د جوړولو لپاره رایه ورکړه خو امنیتي وضعیت خراب شوی دی او موږ نه یو توانېدلي چې ډېرې شوې ژمنې چې د امنیت د ښه والي،سولې او ملي روغې جوړې په اړه شوې وې عملي کړو، اصلاحات د خپلوۍ او قوم پرستۍ له مخې کېږي، د روڼ اندو لرې کول کېدای شي د دغو ادعاوو یوه ښه بېلګه وي چې ترې د ملي وحدت ناسمې کړنې له ورایه ښکاري."

تمه ده له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د همغږۍ او څارنې د ګډ بورډ "JCMB" ناسته د دوشنبې په ورځ د مرستندویه هېوادونو د استازیو، افغان چارواکو، مدني فعالانو او خصوصي سکټور د استازیو په ګډون په کابل کې جوړه شي.

په دغې ناسته کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر ژمنو او هم د حکومت په هغو وعدو بیا کتنه وشي چې د هېواد د بیارغونې، د امنیت د راوستلو، له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتوالۍ لپاره یې کړې وې.

د مدني ټولنې ګډه کاري ډله په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې له دې مخکې افغان چارواکو تل د حکومت د ژمنو له عملي کېدو خبرې کړي او ویلي یې دي چې لاسته راوړنې یې هم کړي دي.

اخوا د افغانستان د مدني ټولنو د ډلې رئیس عزیز رفیعي د حکومت د ضعیفه کړنو تر څنګ افغان حکومت ته د نړیوالې ټولنې له خوا د کافي سرچینو په نه برابرولو انتقاد وکړ:

د مدني ټولنو د ډلې رئیس عزیز رفیعي

هغه وویل:

"د کم کاریو یوه برخه په افغانستان کې تېر دوه نیم کلن ناسم مدیریت پورې تړل کېږي او بله برخه یې د تېر دولت ضعیفه کړنې وې، خو یوه بله برخه یې د نړیوالې ټولنې د هغو ضعیفو کړنو له امله ده چې افغان دولت ته یې کافي منابع په واک کې نه دي ورکړي څو وکولای شي چې خپله ستونزې هوارې کړي، کېدای شي د امنیتي برخې ستونزې هم د منابعو د کموالي تر ستونزو کمه و نه اوسي."

د مدنې ټولنې ګډې ډلې ټینګار وکړ چې د نړیوالو مرستندویه هېوادونو د څارنې او همغږۍ یا JCMB د ګډ بورډ په ناسته کې به په نظام کې د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې مشخص پیشنهادونه وړاندې کړي.

د دغې ډلې غړي وايي چې حکومت باید د نظام اوانتخاباتو مشروعیت، د برېښنایي پيژندپاڼو وېش، له فساد سره مبارزه، د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو ثبت او د استخدام په برخه کې د شایسته سالارۍ اصل په لومړیتوبونو کې ځای کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی