کندز: د بېکارۍ له وجي ۳۰۰ لوستي ځوانان طالبانو ته تللي

د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، د بې کارۍ، اقتصادي ستونزو او په دولتي ادارو کې د فساد له امله څه باندې ۳۰۰ هغه ځوانان چې له پوهنتونو څخه فارغ شوي په تېر یوه کال کې له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي.

د کندز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو امر عبدالغفور هوتک ازادي راډیو ته وویل، هغه ځوانان چې له دوی سره ثبت او راجستر و یو شمېر یې، د بې کارۍ له وجهې د طالبانو لیکو ته تللي دي.

هوتک زیاتوې، که چېرې مرکزي حکومت ځوانانو ته د کار زمینه برابره نه کړي، نو ښايي په دې ولایت کې یو شمېر نور زده کړې ځوانان هم د وسله والو طالبانو لیکو ته ولاړ شي.

خو د یاد ولایت د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست په دې اړه بې خبرې څرګندوي وايي چې دوی یولړ پلانونه ترلاس لاندې لري چې په پلې کولو سره به یې ډېرې بې کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.