"روان کال کې به د مخدره موادو پرضد جدي مبارزه وکړو"

له نشه یي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، د روان کال په ترڅ کې به د بېلابېلو پروژو له لارې د مخدر مواد پر ضد جدي مبارزه وکړي.

د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي پرون په کابل کې وویل چې د نشه يي موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره به سږ کال ۲۵ کرهنیزې پروژې، د بدیل معیشت پروګرام او د بزګرانو د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي.

اخوا بیا د نشه يي موادو پر ضد د ځانګړي څارنوالۍ چارواکي وايي چې په تېر لمریز کال کې يې د مخدر موادو ۶۲۴ قاچاق وړونکې نیولي دي.

خو د ولسي جرګې غړي د نشه يي موادو پر ضد روانه مبارزه نیمګړې بولي او وايي چې افغان حکومت او نړیوالو متحدانو يې په دې برخه کې د پام وړ کومه بریا نه ده لرلې.