ارزګان کې د سېلابونو راوتلو له امله درې تنه مړه شوي

د ارزګان ولايت سيمه یيزه چارواکي وايي چې د دې ولايت په کچه د زياتو بارانونو له امله زيات مالي زيانونه اوښتي دي.

د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب ازادي راډیو ته وویل چېنوموړى وايي چې د سېلابونو له امله د ګيزاب په ولسوالۍ کې تر دې مهاله درې تنه مړه شوي دي او سلګونه جريبه مځکه اوبو لاندې کړي ده.

نوموړي زیاته کړه چې د تېري ورځې را هيسي د دې ولايت په زياتو برخو کې باران اوري او له امله يې سيلابونو زور اخستی دی.

ښاغلي نایاب زیاته کړه چې باران ځپلو کورنیو ته د مرستو رسولو پر لارو چارو کار روان دی.