هند: مولانا مسعود باید د ترهګرو په لست کې شامل شوی وای

هند اعتراض کړی دی چې ولې د پاکستاني وسله والو مشر ملګرو ملتونو د ترهګرو په تور لست کې نه دی شامل کړی.

نوي ډیلی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغې کمېټې چې د القاعده او داعش په څېر د افراطي ډلو د بندیزونو څارنه کوي، غواړي چې مولانا مسعود ازهر هم د یوه تروریست په توګه وپېژني.

مسعود ازهر د پاکستان د جیش محمد ډلې مشر دی چې په تور لست کې یې نوم شته.

هند دغه ډله د جنوري په میاشت کې پر پټانکوټ هوایي اډې د برید مسؤله ګڼي.

په دې حمله کې اووه هندي عسکر وژل شوي وو.

جیش محمد ډله همداراز په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د هند په پارلمان باندې په برید تورنه شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویکاس سواراپ وویل، په لست کې د ازهر نه شاملېدل د درک وړ نه ده او دا دا مانا لري چې له ترورستانو سره انتخابي چلند کېږي چې دا به د هند او نړیوالې ټولنې لپاره ناوړه نتیجې ولري.

د ملګرو ملتو د ډیپلوماټانو په وینا هند ویلي دي چې د پټانکوټ له برید سره یې د مولانا اظهر د اړیکو په برخه کې شواهد نه دې تر لاسه کړي.