رباني له پاکستان سره په ګډه د ترورېزم په وړاندې په مبارزې ټينګار وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان سره په ګډه د ترورېزم په وړاندې په مبارزې ټينګار کړی دی.

صلاح الدین رباني نن د پاکستان د ملي ورځې په نمانځغونډه کې په کابل کې وویل چې د افغانستان او پاکستان امنیت سره تړلی دی نو باید د ټینګښت لپاره یې ګډه همکاري هم وشي.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"د دوو ګاونډېو او ملګرو هېوادونو په توګه له موږ توقع کیږي چې د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب او د ګډو ګواښونو د دفاع لپاره په ګډه مبارزه وکړو."

ښاغلي رباني همدا راز وویل چې که افغانستان له کوم ګواښ سره مخ شي پاکستان هم ترې زیانمنیږي.

اخوا په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې د راتلو په معنی ده او له ترورېزم سره مبارزه ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.