عبادي د کابینې په ټاکلو کې له پارلمانه لارښوونه وغوښته

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي پرون سې شنبې له پارلمانه لارښوونه وغوښته چې ایا د نوې کابینې د غړیو په توګه سیاستوال وګوماري او که خپلواک تکنوکراتان.

عبادي په تلویزیوني وینا کې وویل،عاقلانه نه ده چې داسي وزیران معرفي کړي چې د پارلمان له لوري رد شي.

ده د پارلمان له غړیو وغوښتل چې خپل دریځ روښانه کړي.

پارلمان صدراعظم عبادي ته تر سبا ورځې پوري وخت ورکړی چې خپله کابینه ورمعرفي کړي.

عبادي ژمنه کړې وه چې د سیاسي څېرو پر ځای به تکنوکراتان وګوماري خو په دې برخه کې د ده مخکینۍ هڅې په پارلمان کې د ده د خپل ګوند په شمول د غښتلیو سیاستوالو له مخالفت سره مخامخ شوي دي.