افغان پوځیانو ته یو شمېر نورې جنګي الوتکې هم ورکړل شوې

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د امریکا لخوا یوشمېر نورې جنګي الوتکې هم د افغانستان هوایی ځواکونو ته وسپارل شوې.

د دی وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا A29 ډوله الوتکې دي او د افغانستان د هوایي ځواکونو لپاره ډېرې ګټوري تمامېږي.

د دی نویو الوتکو او په مجموع کی د افغانستان د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه نسیم شفق له ښاغلي وزیري سره مرکه کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

له دولت وزیري سره مرکه