روسیه او ایران کولای شي پاکستان د سولې همکارۍ ته وهڅوي

د افغانستان د سولي عالي شورا وایي، که پاکستان د سولې په بهیر کې همکاري ونه کړي، نو د څلور اړخیزې ډلې نورو ښکیلو غړیو ته به مراجعه وکړي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډیو ته وویل له دې سربېره روسیه، ایران او د خلیج یو شمېر هېوادونه هم کولای شي د سولې د همکارۍ په برخه کې پر پاکستان فشارونه راوړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چار مرستیال وزیر ویلي و چې پاکستان تر اوسه د سولې په څلور اړخیزو غونډو کې پر کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.