الکوزی: حکومت دې له خصوصي سکټوره عملي ملاتړ وکړي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د ملي یووالي حکومت د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي دا خبرې د سې شنبې په ورځ د صادراتو ملي غونډه او د غوره صادرونکو د پیژندنې په مراسمو کې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه له حکومته غواړي چې له خصوصي سکټوره په شعار نه بلکې په عمل کې ملاتړ وکړي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د سې شنبې په ورځ د صادراتو ملي غونډې او د ۱۳۹۴کال د غوره صادرونکو د پیژندنې په مراسمو کې وویل، افغان سوداګرو له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"موږ دا مهال په افغانستان کې داسې یوه واحده اداره نه لرو چې هغه موږ ته داسې مصوونیت غذایې سرټیفکیټ راکړي چې هغه په بهرنیو هېوادونو کې ومنل شي، موږ غواړو چې دولت خصوصي سکټور ته زمینه مساعده کړي چې موږ لابراتوارونه جوړ کړو، خو دولت په دې اړه خپله دنده ترسره کړې، په خواشینۍ سره نه ده ترسره کړې، بله مساله دا ده چې زموږ ټرانزیټي ستونزې چې دي که په دې کې دولت مرسته ونه کړي، دا نه حلیږي."

ښاغلی الکوزی په کال کې د نږدې پنځه سوه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات او د اتو میلیاردو نه نیولې تر نهو ملیاردو ډالرو پورې واردات هغه څه یادوي چې د هېواد اقتصاد یې له ډير بد وضیعت سره مخ کړی.

نوموړي وویل، سره له دې چې حکومت تردې وړاندې ویلي چې باید په دولتي ادارو کې له کورني تولیداتو ګټه واخلي خو د نوموړي په وینا چې تر اوسه دا خبرې یوازې د ژمنې تر کچې پاتې دي.

په دې غونډه کې یو شمېر افغان سوداګرو هم پر افغان حکومت سخت انتقادونه وکړل چې د سوداګرۍ په برخه کې ورځ تر بلې ستونزې زیاتیږي چې دې کار په بازارونو کې په بیو ناوړه اغیز کړي.

خو د افغان دولت یو شمېر استازي چې د سواګرو دې غونډې ته وربلل شوي وو، د سوداګرو ځیني شکایتونه یې پرځای وبلل او ویې ویل چې دولت یې هم د له منځه وړلو لپاره کار کوي.

په دې غونډه کې یو شمېر افغان سوداګرو هم پر افغان حکومت سخت انتقادونه وکړل چې د سوداګرۍ په برخه کې ورځ تر بلې ستونزې زیاتیږي چې دې کار په بازارونو کې په بیو ناوړه اغیز کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال عبدالباري رحمان ژمنه وکړه چې د سوداګرو ستونزو د حل لپاره به خپلې هڅې چټکې کړي.

ښاغلي رحمان زیاته کړه:

"دا ستونزې له پخوا څخه موجودې دي او په خواشینۍ سره چې اوس هم روانې دي، هغه څه چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اړوند دي، زه د وزارت په استازیتوب غواړم تعهد وسپارم چې موږ به خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو څو د سوداګرو د ستونزو په حل کې مرسته وکړو."

دې غونډه کې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه د ۲۵۰صادرونکو او یو شمېر نورو سوداګرو ګډون کړی وو.

افغان سوداګر حاجي خواجه محمد وویل، که حکومت په هېواد کې د فساد مخه ونه نیسي او د سوداګرو ستونزې هواري نه کړي نو ډيری سوداګر به په هېواد کې له پانګونې او کار اوباره لاس واخلي.

ناجیه ساپۍ