امنیتي ځواکونه باید روان کال لازم امنیتي تدابیر ونیسي

د افغانستان مشرانو جرګه د هېواد په وروستي امنیتي وضعیت اندېښنه څرګندوي او له اړوندو امنیتي ادارو غواړي چې روان کال دې لازم تدابیر ونیسي.

د دغې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې حکومت باید په امنیتي ادارو کې د سرپرستانو مساله پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې دامهال د افغانستان د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونه او د ملي امنیت ریاست د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

ولسي جرګې تېره ورځ په هېواد کې دامنیتي وضعیت د څرنګوالي په خاطر لوړ پوړي امنیتي مسؤلین دې جرګې ته استجواب کړي وو.