اوچقون: له حزب اسلامي سره د سولې وروستۍ طرحه چمتو شوې

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د ګلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامي سره د سولې وروستۍ طرحه چمتوی شوې ده.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل چې نن به په یوې غونډه کې په دې اړه وروستۍ هوکړه وشي:

"فکر کوم طرحه نهايي شوې ده، زیات وخت به وانخلي او ان شاءالله ژر به ورباندې موافقه وشي."

د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو درې کسیز باصلاحیته پلاوی دوه اوونۍ وړاندې کابل ته راغلی او د سولې له عالي شورا سره په خبرو بوخت دی.