کریملن: بهرني حکومتونه او رسنۍ د راتلونکو انتخاباتو د ګډوډلو هڅې کوي

کریملن یو شمېر بهرني حکومتونه او د رسنیو سازمانونه تورن کړي چې د روسيي د راتلونکو پارلماني انتخاباتو د ګډوډلو هڅې کوي.

د کریملن ویاند ډیمیټري پیسکوف تیر ه ورځ په دې اړه څرګندونې وکړې خو د کوم هېواد نوم يې یاد نه کړ.

پیسکوف وویل ځیني سازمانونه هڅه کوي چې ولسمشر ولادیمر پوتین بې اعتباره کړي.

نوموړي وویل، دا سازمانونه په دوامداره توګه زموږ په هېواد کې د خپل نفوذ لپاره هڅې کوي.

خو ډیمټري پیسکوف په خپلو څرګندونو کې د تحقیقاتي ژورنالیزم د نړېوالې شبکې چې په واشنګټن کې ده او په ۶۵ هېوادونو کې خبریالان لري، نوم یاد کړ او ویې ویل چې دا شبکه د ولسمشر پوتین د کورنی او دوستانو په اړه پلټنه کوي.

خو دې شبکې تر اوسه د کریملین د ویاند د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې یو شمېر نورو روسيي مقاماتو هم ادعا کړې چې بهرني قوتونه غواړي د راتلونکې سیپتمبر میاشت انتخابات اخلال کړي.

ولسمشر ولادمیر پوتین په خپله هم تیره میاشت امنیتي ځواکونو ته وویل چې د دغه شان هڅو پر وړاندې چمتو اووسي.