ستانکزی: په وروستیو عملیاتونو کې وسله وال سخت ځپل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی وايي: د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په ډیرو ولایتونو کې په وروستیو عملیاتو کې وسله وال سخت ځپلي دي.

نوموړي په دې لړ کې په ځانګړي توګه د هلمند خانشین ولسوالۍ، همدارنګه په کندز او ننګرهار ولایتونو کې د پوځي عملیاتو یادونه وکړه او ویې ویل دا عملیات به دوام وکړي.

معصوم ستانکزي دا څرګندونې په کندهار کې۲۰۵ اتل قول اردو د لیدنې پر مهال کړي.

په هغه خپرپاڼه کې چې د دفاع وزارت رسنیو ته استولي راغلي چې د دفاع سرپرست وزیر په کندهار کې د دې قل اردو کارونه وارزول، له سرتیرو او افسرانو سره یې ولیدل او د ټپیانو پوښتنه یې وکړه.

د دفاع سرپرست وزیر په داسې حال کې کندهار ته سفر کوي چې له ګاونډي ولایتونو هلمند او ارزګان څخه د مخالفو وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي.

د ارزګان د چارچینو ولسوالۍ د امنیې قومندان پرون(دوشنبې) ازادي راډیو ته وویل چې د تجهیزاتو د کمي او د مرستو د نه ورسیدو له کبله یې اړ شوي چې څو پوستې وسله والو طالبانو ته خوشې کړي.