په افغانستان کې د نسايي او ولادي ډاکټرانو د کمښت ستونزه

د افغانستان د نسایي او ولادي ډکټرانو ټولنه وايي چې لا هم په افغانستان کې نسايي ډاکټرانې کمې دي او دوی د یو لړ ستونزو سره مخ دي.

د دغې ټولنې غړیو د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه تر څو د ستونزو په حل او همغږۍ خبرې وکړي.

سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو د ژوند په برخه کې په تېرو ۱۴ کلنو کې بېلابېل پرمختګونه شوي، خو د افغانستان د نسایي او ولادي ډاکټرانو ټولنه وايي چې لاهم په هېواد کې دوی له یولړ جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغې ټولنې مسؤلین وايي چې په یو شمېر دولتي او غېر دولتي روغتونو کې د دوی جذب ته لازمه توجه نه کېږي او همدا لامل دی چې نسایي ناروغیو ته لازمه رسېده ګي هم نه کېږي.

د یادې ټولنې سرپرستې ډاکټر شفیقې برېښنا بابک له ازادي راډیو سره په خبرو کې د نسايي او ولادي ډاکټرانو د شته ستونزو په اړه وویل:

"د ډاکټرانو او قابلیو تعداد کم دی او د ناروغانو تعداد زیات دی، نو دا ډاکټرانې او قابلې بسنه نه کوي چې د ټول افغانستان لپاره او ناروغانو لپاره په ښه ډول او سټنډرد ډول کار وکړي، زموږ یوازینۍ ستونزه همدا ده."

د نسایي او ولادي ډاکټرانو په دغه ناسته کې د افغانستان د ټولو ولایتونو نه لسګونه تنو ښځينه ډاګټرانو ګډون کړي و چې د دوی په خبره تر ډېره یې هدف د خپلو حقونو او ستونزو مطرح کول او بل دا چې په څه ډول و کولي شي د یوې مور او ماشوم ژوند ته ښه پاملرنه وشي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامي روغتیا وزارت مسؤلین د یادې ټولني ستونزې پر ځای بولې او وايي چې لا هم په هېواد کې نسایي او ولادي ډاکټراني له ستونزو سره مخ دي چې په دې برخه کې باید حکومت جدي کار وکړي.

د دغه وزارت مرستیاله ډاکټر ناجیه طارق وايي چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي سره له دې چې د هغې د ژوند امکان وي:

"د هغو معلوماتو له مخې چې موږ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د یوې سروې له مخې تر لاسه کړي اوس هم په سلو زرو کې موږ ۳۲۷ افغان مېرمنې له لاسه ورکو، موږ په هرو دوو ساعتونو کې یوه مېرمن چې د حاملګې د ناروغۍ د درملنۍ وړ وي له لاسه ورکوو."

له دې وړاندې هم په افغانستان کې یو شمېر مېرمنو په بېلا بېلو برخو کې د خپلو ستونزو په اړه غږ پورته کړی، خو د دوی په خبره چې تر ډېره لا هم د دوی ستونزو ته سمه پاملرنه نه ده شوي.

راپور: ابراهیم صافی