پاکستان د افغان سولې په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

افغان حکومت وايي، د څلور اړخیزو ناستو د جوړېدو سره ـ سره لاهم پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې کړي ژمنې نه دي عملي کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دوشنبې په ورځ په هغه ناسته کې چې د سولې او ډیموکراسۍ د برابرۍ موسسې لخوا په کابل کې جوړه شوې وه وویل چې د سولې په پروسه کې باید ښکېل هېوادونه خپلې ژمنې عملي کړي.

د څلور اړخیزو ناستو د جوړېدو سره ـ سره لاهم پاکستان ژمنې نه دي عملي کړي.

که څه هم د سولې په برخه کې ورستیو هڅو په افغانستان کې د سراسري سولې او ثبات د ټینګښت هیلې پيدا کړې وې، خو په دغه پروسه کې د پاکستان د نه همکارۍ په باب د افغان چارواکو څرګندونو نوې اندېښنې پیدا کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د دوشنبې په ورځ په کابل د سولې او ډ یمکراسۍ د برابرۍ موسسې لخوا په جوړې شوې ناسته کې وویل چې پاکستان پر هغو ژمنو چې په څلور اړخیزو ناسته کې کړې وې عمل نه دی کړی.

ښاغلی کرزی په څلور اړخیزو ناستو کې له ښکيلو هېوادونو غواړي چې خپلې کړې ژمنې عملي کړي:

د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه ناسته

"په څلور اړخیزو ناستو کې پر دې خبرې شوې وې چې پاکستان باید د مارچ د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي، موږ په دې اړه خوشبینه وو خو ګورو چې د پاکستان دغه ژمنې عملي نه شوې."

ښاغلی کرزی وايي، په څلور اړخیزو ناستو کې ښکیلو هېوادونو د ۲۶ مواردو د عملي کېدو ژمنه وکړه چې یو یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو پیل و خو طالبانو په دغه خبرو کې له ګډونه انکار وکړ.

له دې وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز په امریکا کې یویې ناستې ته ویلي وو چې د طالبانو ځیني مشران په پاکستان کې ژوند کوي او د پاکستان حکومت پر هغوی اغېز لري.

په ورته وخت کې یو شمېر پاکستاني چارواکو ویلي هغه طالب مشران چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي له خپلې خاورې به یې وباسي.

افغان حکومت له پاکستان څخه غواړي چې په خپل هېواد کې د طالبانو خوندي پټن ځایونه لمنځه یوسی او په څلور اړخیزو ناستو کې خپلې کړې ژمني عملي کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي که څه هم د سولې د پروسې پر دوام ټینګار کوي خو وايي، ترڅنګ یې افغان امنیتي ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د دفاع لپاره پورته چمتوالی لري.

په ورستیو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي او داسې هیلې شته چې د حزب اسلامي دغه اقدام به نورې وسله والې ډلې سولې ته وهڅوي.

خو سیاسي کارپوهان وايي، حزب اسلامي یوه بېله ډله ده او له طالبانو سره هېڅ رابطه نه لري او پاکستان هم نه شي کولای د سولې خبرو ته د دغې ډلې په حاضرېدو په دې برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

سیاسي کارپوه سید داوود له ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان د افغان حکومت د سقوط انتظار باسي خو حکومت باید خپل داخلي مشکلات حل کړي او ښې حکومتوالۍ ته پام ډېرکړي:

"یواځینې شی چې افغان حکومت یې په مخ کې لري هغه ښه حکومتوالي، د فساد لمنځه وړل او خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې د دوی د باور تر لاسه کول دي."

ښاغلی داوود د سرتاج عزیز وروستۍ څرګندونې د اعتبار وړ نه بولي او وايي، ترهغې چې حکومت پر خپلو پښو ونه درېږي په افغانستان کې د سولې اوثبات ټینګښت نا ممکن دي.

افغان حکومت لاهم د سولې د خبرو لپاره ډېرې هیلې لري او د هند او ایران په ګډون ځینو هېوادونه غواړي په دغه بهیر کې ښکیل شي.

د افغان حکومت استازو په لومړی ځل د ۲۰۱۵ میلادي کال په جولای میاشت کې له طالبانو سره په پاکستان کې مخامخ خبرې وکړې چې وروسته بیا د دغې ډلې د مخکېني مشر ملا محمد عمر د مرګ له خبر سره دا لړۍ و ځنډېده.

ملا محمد عمر

تر هغې راوروسته د ملي یووالي حکومت د سولې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې چې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین یې استازي دي، یو وار بیا له طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې.

یادې څلور اړخیزې ډلې د وسله والو طالبانو سره د خبرو په هدف څلور ناستې چې دوې یې په اسلام اباد او دوې یې په کابل کې وې تر سره کړې چې د افغان سولې په اړه یې د خلکو هیلي زیاتې کړي.

خو وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې په اړه روانې هڅې د وخت تيرېدل وبلل او پر خپلو پخوانیو شرطونو یې پر ټینګار کولو سر بېره یې خپلو جنګیالیوته د افغان حکومت په وړاندې د جګړې امر کړی.

راپور: محمد حدیث پردېس