اندرابي: روان کال به وسله وال طالبان حملې زیاتې کړي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست وايي چې روان کال به وسله وال مخالفین د پاکستان د استخباراتو په مرسته په افغانستان کې خپلې حملې زیاتې کړي.

د ملي امنیت سرپرست مسعود انداربي چې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې خبرې کولې وویل چې د پاکستان استخباراتي شبکه "ای. اس. ای" له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي:

"طالبان غواړي چې پسرلي او اوړي کې په پوځي او سیاسي ابعادو کې جګړې ته دوام ورکړي او د پاکستان استخباراتي شبکه "ای. اس. ای" په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي."

له بلې خوا په دې استجوابیه غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسؤلینو وویل چې دامهال په ټول هېواد کې د شفق په نامه عملیات روان دي چې په بشپړېدو سره به یې د حکومت له واکه وتلې ځینې سیمې بېرته د حکومت ترکنټرول لاندې راشي.