د انتخاباتو کمېسیون ته پر وخت د بودیجې ورکول څومره مهم دي؟

د انتخاباتو لپاره مدني ټولنه یا اکسین وايي چې ناشونې ده چې د ولسي جرګي او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات پر خپل وخت ترسره شي.

د اکسین مشر جانداد سپین غر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې نړیوال مرستندویان په انتخاباتي کمېسیونونو کې له اصلاحاتو وروسته بودیجه ورکوي.

تمه ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو د ۱۳۹۵ کال د میزان په ۲۴ مه نېټه ترسره شي.

په دې اړه زموږ همکارې مرضیې احمدزۍ له ښاغلي سپین غر سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چې د انتخاباتو کمېسیون ته پر وخت د بودیجې ورکول څومره مهم دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له جانداد سپین غر سره مرکه