سورصلیب د ننګرهار د مرکزي روغتون سره مرسته کوي

د سره صلیب کمېټه د ننګرهار د مرکزي روغتون د جراحي له څانګې سره مرسته کوي.

د ننګرهار د والي له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ننګرهار کې د سره صلیب د کمېټې د دفتر ریس ستایین هوبین پرون د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره په دې اړه خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې سور صلیب به څومره مرسته کوي خو د ننګرهار والي له دې کمېټې وغوښتل چې له هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې د جګړو له امله زیانمن شوي دي.