"ښايي د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وځنډیږي"

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی مشر وایي، د دې احتمال شته چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات وځنډیږي.

محمد یوسف نورستاني له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، حکومت ونه شو کولای چې د دغو انتخاباتو لپاره نیمایي بودجه په ټاکلي وخت کمېسیون ته برابره کړي.

نورستاني زیاته کړه، د انتخاباتو د نېټې له اعلانولو وروسته یې له حکومته پرله پسې د مالي منابعو د برابرولو غوښتنې کړي چې تر اوسه یې ورته ځواب نه دی ویلی. د هغه لومړی ځل یې ورته د دلوې د میاشتې پنځلسمه وخت ټاکلی و چې د انتخاباتو د لومړنیو کارونو لپاره پیسې کمېسیون ته ورکړي.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه:

"د دلوې پنځلسمه هم تیره شوه، کب هم تېرشو اوس موږ په وري میاشت کې یو. فکر کوم چې که حکومت نن ورځ هم دغه بودجه کمېسیون ته برابره کړي، امکان لري چې د وري د میاشتې تر وروستیو پورې کمېسیون ته ورسیږي، چې بیا هم دا نېټه کافي نه ده."

د نورستاني په وینا د دغو انتخاباتو لپاره چې د ترسره کیدو لپاره د میزان ۲۴ نېټه اعلان شوې، ۱۱۷ میلیون ډالره اړتیا ده.

هغه وویل، هیله من دی چې د کمېسیون له ریاسته استعفا یې له دې سره مرسته وکړي چې د انتخاباتو په اړه په هېواد کې په ټپه دریدلی حالت پای ته ورسیږي او هم نړېواله ټولنه له انتخاباتو سره مالي مرستې پیل کړي.

نورستاني وویل، چا استعفا ته نه و اړ کړی بلکه دغه کار د هېواد د ملي ګټو په خاطر کړی دی.

له ښاغلي نورستاني سره بشپړه مرکه دلته واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي نورستاني سره مرکه