په ننګرهار کې ۱۱داعش جنګیالي وژل شوي

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې یوولس داعش جنګیالي وژل شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسول حضرت حسین مشرقي وال نن ازادي راډيو ته وویل چې دا حمله د اچین ولسوالۍ د شين شوبي په سیمه کې تیره ورځ ناوخته شوې ده.

نوموړی وايي، وژل شوي کسان ټول بهرني جنګیالي دي چې جسدونه يې په سیمه کې پراته دي.

د یو بل خبر له مخې د بغلان والي عبدالستار بارز وايي چې په یو لړ تصفیوي عملیاتو کې یې د دغه ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال ملاجان محمد یې وژلی او څو کلي یې له وسله والو طالبانو پاک کړي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.