"پاکستاني سوداګر غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي"

له پانګونې څخه د ملاتړ اداره یا ایسا وایي چې پاکستاني سوداګر به په افغانستان کې د صنعت د ودې په برخه کې پانګونه او همکاري وکړي.

ددغې ادارې مرستیال محمد ابراهیم شمس ازادي راډيو ته وویل چې پاکستاني سوداګر غواړي په افغانستان کې د صنعت ترڅنګ په یوشمېر زېربنایي پروژو کې پانګونه وکړي.

ښاغلی شمس وایي چې پاکستاني سوداګر له افغان حکومت څخه غواړي چې په دې برخه ځیني اسانتیاوې ورته برابرې کړي:

"دوی غواړي په لویو پروژ لکه کانونو، صنعت او ترانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي خو غوښتنه یي داده چې د افغانستان حکومت په کافي اندازه دوی ته اسانتیاوي برابرې کړي."

د ایسا ادارې د معلوماتو له مخې ، اوسمهال په افغانستان کي پاکستاني سوداګرو دوه نیم سوه میلیونه ډالره پانګونه کړې او شاوخوا ۳۵۰ پاکستاني شرکتونه په افغانستان کې فعالیت کوي.