قزاقي سوداګر په افغانستان کې پانګونه کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د قزاقستان سوداګر دې ته لېواله دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د دغې خونې د رسینو د برخې مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به یوشمېر قزاقي سوداګر افغانستان ته راشي او ددواړ هېوادونو ترمنځ به د صادراتو او وارداتو او په قزاقستان کې افغاني اموالو ته دبازار پيدا کولو په اړه له افغان سوداګرو سره خبرې وکړي.

ښاغلی پسرلی وایي قزاقي سوداګر غواړي په افغانستان کې له موجوده فرصتونو څخه په استفادې سره پانګونه وکړي او خپل اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي.

افغانستان او قزاقستان په کاسا زر پروژه کې هم چي په مرسته به یي له تاجکستان او قزاقستان څخه برېښنا د افغانستان له لاري پاکستان ته انتقال شي ګډي اقتصادي همکارۍ لري.