دفاع وزارت: د داعش ځپلو ته پوره چمتوالی لرو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، که څه هم په افغانستان د داعش ډلې کره شمېر معلوم نه دی، خو دله منځه وړلو لپاره یې بشپړ چمتوالی لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت د داعش په وړاندې ټول اقدامات په پام کې لري:

"تراوسه د داعش کره شمېر او پرسونل معلوم نه دی، موږ ټول اقدامات په پام کې لرو، په هر ځای کې چې وي، موږ یې په وړاندې پوځي عملیات کوو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې امنیتي چارواکو د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ویلي و چې په ننګرهار کې داعش ډله سخته ځپل شوې او اوس یې نورستان اوکونړ ولایتونو ته مخه کړې ده.

بل لور ته روسیې هم په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې ده.