د انتخاباتي اصلاحاتو غوراوي کمېټه روانه اوونۍ کار پیلوي

د انتخاباتي اصلاحاتو د غوراوي کمېټې يو غړی وايي، ټاکل شوې دغه کمېټه روانه اوونۍ خپل کار پيل کړي.

په دې وروستيو کې د ولسمشر د تقنيني فرمان له مخې، د غوراوي کمېټې د غړيو شمېر له نهو څخه اوو ته راکم شو.

د غوراوي د نوې کمېټې غړي او د افغانستان د شفافو انتخاباتو د ادارې ريیس محمد نعيم ايوب زاده ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر او اجرایي رییس تر منځ اختلاف د غوراوي کمېټې د کار د نه پيلېدو باعث شو:

"زموږ توقع دا وه چې د فرمان له صادرېدو وروسته کمېټه خپل کار پيل کړي، خو له بده مرغه تر اوسه يې کار نه دی پيل کړی، د هغو معلوماتو له مخې چې لاسته مو راوړي دي، روانه اوونۍ به د دې کميټې کار پيل شي او لومړۍ غونډه به يې وشي او د انتخاباتو پر بنسټ به د کمېټې ريیس وټاکل شي."

خو د افغانستان د جمهوري رياست د دوهم مرستيال دفتر چې د انتخاباتو د تر سره کولو تنظيم پر غاړه لري، وايي د ريیس جمهور او اجرايي ريیس تر منځ د هماهنګۍ نشتوالی ښايي داسي فضا رامنځته کړي چې هغوی ونه کولای شي، په دې برخه کې خپلې غوښتنې پوره کړي.