د کابل د درېیم مکروریان په سیمه کې چاودنه شوې

د کابل په مکروريان سیمه کې د جمعې په ماښام په يوه چاودنه کې يو پوليس ټپي شو.

رويټرز خبري اژانس د کابل د پوليسو مرستيال مشر سليم الماس له خولې راپور ورکړی چې چاودېدونکي مواد په يوه بايسکل پوري تړل شوي وو.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي چې په مکروريانو کې په دغه چاودنه کې يو پیره دار پوليس ټپي شو.

دغه ګارد هلته ځکه موظف وو چې په دغه سيمه کې د انتخاباتي د شکایوتونو د کمېسيون يو غړی اوسي.

دا څرګنده نه ده چې ايا د چاودنې هدف د انتخاباتي شکاياتو د کميسيون دغه غړی وو او که نه.