کابل: راتلونکې یکشنبې د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ کېږي

ټاکل شوې راتلونکې یکشنبې په کابل ښار کې د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ تر سره شي.

د بایسکل چلونې فدراسیون مشر عبدالصادق صادقي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د فرخندې جام په نوم تر سره ګېږي چې له کابل، پروان او بامیان ولایتونو څخه به ۱۲ ښځینه لوبغاړې په کې ګډون وکړي.

د دغه سیالیو هدف د بایسکل چلونې سیالیو ته د نجونو هڅول دي.