بلوچستان کې د هند د "RAW " استخباراتي ادارې یو افسر نيول شوی

د پاکستان استخباراتي ادارې اى. اس. اى په بلوچستان کې د هند يو تن نيولى چې وايي، د هند د استخباراتي ادارې "RAW" افسر دى او په بلوچستان کې يې د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو ملاتړ کاوه.

پاکستاني چارواکي وايي، دغه کس اوس اسلام اباد ته وړل شوى او په بلوچستان او کراچۍ کې يې د وسله والو پر ملاتړ اعتراف کړى دى.

د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي د پنجشنبې په مازيګر رسنيو ته خبر ورکړ چې يوې استخباراتي ادارې يې د ايران پولې ته نږدې د ايالت په جنوبي برخه کې يو هندى تن نيولى دى چې وايي، د هند د استخباراتي ادارې " RAW " فعال افسر دى.

سرفراز بګټى وايي، دغه هندي افسر په بلوچستان کې له خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو سره اړيکې لرلې او له دوى سره يې د پاکستاني امنيتي ادارو په ضد په جګړه کې مرسته کوله.

بګټى وايي، اوس دا ثابته شوه چي په بلوچستان کې د خرابو امنيتي حالاتو تر شا د هند لاس دى.

سرفراز بګټي ونه ويل چې دغه هندي افسر د پاکستان کومې استخباراتي ادارې نيولى، خو ځيني سرچينې وايي چې هغه اى. اس. اى نيولى او د هغوى په توقيف کې دى:

"د هند د را يو فعال افسر د بلوچستان په جنوبي برخه کې نيول شوى دى، ما به له ډېره وخته ويل چې "RAW" په بلوچستان کې د لاسوهنې عمليات کوي تاسې به اکثر ثبوت غوښت، نو په دې اړه له موږ سره نور ثبوتونه هم ډېر دي، خو تر دې لوى ثبوت به څه وي چې يو افسر يې دلته په کار بوخت نيول کېږي."

د دغه هندي افسر نوم "کل بوشن ياديو" ښوول شوى او د پوښتنو ګروېږنو لپاره له بلوچستانه تېر ماښام په يوه ځانګړې الوتکه کې اسلام اباد ته لېږدول شوى دى. امنيتي چارواکي وايي، له ده څخه په لومړيو پوښتنو ګروېږنو کې ده منلې چې په بلوچستان او کراچۍ کې يې د وسله والو د ملاتړ لپاره فعاليت کاوه.

د پاکستان د دفاعي چارو څېړونکى بريګېډير محمود شاه وايي، د هند د دې استخباراتي افسر په نيولو سره به په پاکستان کې د هند د لاسوهنې ټول پلانونه افشا شي او د دغو دواړو هېوادونو تر منځ به څه نه څه پيدا شوى د خبرو اترو امکان هم له منځه لاړ شي:

"له دې سړي به ډېر استخباراتي معلومات تر لاسه شي، ځکه يو عسکر چي ونيول شي هغه دومره خبر نه وي، خو يو افسر چي ونيول شي نو هغه په ټول پلان خبر وي چي دوى مخکې څه کول غواړي نو زه فکر کوم دى به پر ډېرو استخباراتي پلانونو اعتراف وکړي، بله خبره دا ده چي دى به زندان ته ولېږل شي او له قانون سره سم به جزا شي."

د يادونې وړ ده چي د بلوچستان ايالتي حکومت تر دې وړاندې په وار- وار د هند استخباراتي ادارې په بلوچستان کې په لاسوهنې تورنه کړې ده، خو دا لومړى ځل دى چي د هندي استخباراتو د يوه افسر د نيول کېدو ادعا کېږي.

تر اوسه د بلوچستان هيڅ کوم خپلواکي غوښتونکي سازمان په دې اړه څه نه دي ويلي چې دغه هندى افسر ورسره په اړيکو لرلو تورن ګڼل شوى دى.

د هند حکومت هم تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

راپور: بارکوال مياخېل