د اروپا په تکل وتلي ځوانان ولې بېرته راوګرځېدل؟

تېر۱۳۹۴ کال د نورو ستونزو ترڅنګ اروپايي هېوادونو ته په غېرقانوني توګه د ځوانانو د بې سارې تېښتې او مرګ ژوبلې له کبله مشهور شو.

په نننۍ تاندې څانګې کې د څو هغو ځوانانو د زړه درد اورو چې اروپايي هېوادونو ته يې په غېرقانوني لارو د تلو خوب لیدلی و، بیا نو څه ورسره وشول؟

د دې تر څنګ مو په خپل هېواد کې د ځوانانو د وضعيت د ښه کېدو په اړه د افغان دولت له ځینو پلانونو خبر وو.

۱۳۹۴ کال. هغه کال چې د پخوا په پرتله له خپل هېواده اروپايي هېوادونو ته پکې په ناقانونه توګه د افغانو ځوانانو د تېښتې کچه زیاته ښودل شوې.

هغه کال چې له خپله کوره د اروپا په تکل وتلي ګڼ ځوانان په کې د سمندرونو د کبانو خوراک شول؛ چا ته د سمندرونو د څنډو رېګ، چا ته د لارې ځنګلونه، چا ته سرپټي کانتېنرونه او چا ته پيچلې لارې هديرې وګرځېدې، یو نیم که ژوندی ووت نو بېرته راستون کړای شو او یا په هغو هېوادونو کې له افغانانو سره د توپيري او ناسم چلند له کبله خپل وطن ته په راستنېدو راضي شو.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو تګ څو برابره زیات شوی دی.

د یاد وزارت سلاکار حفيظ میاخېل وايي چې په ۲۰۱۵ کال کې دوه سوه پنځوس زره او د ۲۰۱۶ کال په لومړيو دوو- دریو میاشتو کې کابو دېرش زره افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه اخيستلو غوښتنه کړې ده. دغه وزارت همدا راز وايي چې تېر کال اروپا ته پر لاره د ډوبو شویو ۳۷۰۰ کډوالو ۱۲ فيصده افغانان وو چې د ځينو مړي کابل ته رالېږدول شوي هم وو.

څوک اروپا ته پر داسې لارو د تلوونکو ځوانانو د تېښتې علت ناامني، څوک بې کاري او اقتصادي ستونزې او څوک بیا پخپله له اروپايي هېوادونو سره د یو شمېر ځوانانو بې درېغه مینه بولي.

د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ اوسېدونکي، دوویشت کلن زلمي نورنبي ولې اروپا ته په ناقانونه توګه د تلو نیت تړلی و؟ مرکه مې ورسره کړې ده.

دی وايي چې دوه زره ډالره مې له یو چا قرض کړل او یو مې خپل موبایل خرڅ کړ او له کورنۍ پټ د اروپا په لور ووتلم. خلکو تېرایستم، ویل يې چې هلته پيسې دي، مزې دي، قبولۍ دي خو چې کله لاړم نو... (بشپړ مرکه په خپرونه کې واورئ...)

دا یوازې نور نبي نه دی چې اروپا ته په ناقانونه توګه د تللیو لارو کړاوونه يې لیدلي او پښېمانه شوی دی، بلکې د تېر کال په دلوه میاشت کې جرمني ته رسېدلي ۱۲۵ کسان پخپله خوښه بېرته افغانستان ته راوګرځېدل او د جرمني حکومت ویلي چې ۱۵۰۰ نور افغان کډوال هم غواړي چې خپل وطن ته ستانه شي.

له افغانستانه تلوونکي ځینې کسان ځان ته په اصطلاح ډول ډول کیسونه جوړوي چې په اروپا کې په اسانه قبولي ورکړل شي خو د یو شمېر راستانه شویو ځوانانو تجربې څرګندوي چې اوس هلته د قبولۍ کیسه ډېره سخته شوې.

د لغمان احمد فواد غیاثي نږدې لس کاله له خارجي ځواکونو سره ترجماني کړې خو بیا هم قبولي ورنه کړای شوه. په خپرونه کې د فواد مرکه اورېدلی شئ چې څنګه ونیول شو، څومره بند يې تېر کړ او د چا لخوا وهل شوی او ټکول شوی دی؟

لکه څنګه چې ښاغلي فواد غیاثي وویل، له مرګه تېښته نشته او هغه د چا خبره (د کور ګټه د لاهور ګټه). خو د ځوانانو ګیله دا ده چې په کور کې ګټه یاني کار نشته. خو د افغانستان د کار، ټولنيزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي چې دوی د ځوانانو لپاره د کارموندنې په برخه کې ګڼ کارونه پلان کړي دي. د دغه وزارت ویاند علي افتخاري وايي:

"د بېکارۍ ستونزې د حل لپاره چې دولت کوم کارونه پلان کړي دي، یو يې هم د کار ملي پروګرام دی. چې د کلیو او پراختیا وزارت عملاً ځينې کارونه پېل کړي او نور کارونه به هم د هوا په ښه کېدو سره پېل شي. د کلیو او پراختیا وزارت کابو ۳۷۰۰ کلیو کې کار پېل کړی چې په هر کلي کې تر سلو ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابريږي. همدا راز د هيواد په اوولسو ولایتونو کې د برېښنا د ۱۷ بندونو جوړول، د کلیو، ولسواليو او د ښارونو د سره نښلولو لپاره د لویو لارو جوړول او د چين هېواد په مرسته د هستوګنځایونو جوړول دي. د زراعت په برخه کې د مختلفو پروژو تګلاره جوړه شوې او د اوبو رسولو پروژې دي چې په زګونه ځوانانو ته به د کار زمينه پکې برابره شي. همدا راز د سعودي عربستان په شمول له ځینو بهرنیو هېوادونو سره خبرې شوي چې زموږ کاریګرو ته به په هغو هېوادونو کې کاري فرصتونه مهیا کوي او مهمه دا چې د کار ملي کميټه رامنځ ته شوې چې په تلپاتې ډول د بېکارۍ د له منځه وړلو په اړه فکر کوي."

ځينې صاحب نظران په دې نظر دي چې پر خپل وطن ميئن کسان که څومره هم مجبوره شي، خپل وطن نه پرېږدي. په فرهنګي او د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکاره ملالۍ شينوارې هم وايي چې د یو شمېر ځوانانو دا ډول تېښتې هوسي تېښتې دي او دوی فکر کوي چې افغانستان د جوړېدو نه دی نو ځکه موږ هڅه کوو، په ځوانانو کې د وطن پرستۍ حس بېداره کړو او دوی په دې پوه کړو چې که تاسې خپل وطن پخپله آباد نه کړئ، څوک يې نه درته ودانوي او که تاسې پخپل وطن کې ځان ته ارزښت پېدا نه کړئ، په بل هېواد کې يې هيڅ کله هم نه شئ موندلی.

آغلې شينوارې مو همدا راز د ځوانانو لپاره د افغان دولت له ځینو پلانونو خبروي چې په وینا يې، د ځوانانو د وضعيت د ښه کېدو لامل به وګرځي.

هغه وايي چې په راتلوونکو څو میاشتو کې پلان لري د دې لپاره چې له دولت سره د ځوانانو مستقيمې اړيکې پېدا شي او دوی پر دې باوري شي چې څوک يې غږ اوري – یو شمېر ځوانان له ولسمشر سره کینوي.

په دې تمه چې د قاچاقبرانو غوړې ژمنې مو اروپا ته په ناقانونه توګه تګ ته لیواله نه کړي او وروسته پخپلو کړو د نور نبي، احمدفواد غیاثي او ګڼو نورو په څېر پښېمانه نه شئ، دا تاندې څانګې رانغاړو. تاندې څانګې پر فیسبوک وڅارئ:

http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:

http://pa.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:

http://shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې