پاکستان کې د افغان او پاکستاني سوداګرو غونډه روانه ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په پاکستان کې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګریزو ستونزو د حل په هدف غونډه روانه ده.

د دغې خونې د رسنیو د برخې مسؤل صیام الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه غونډه کې د افغان او پاکستاني سوداګرو لپاره د ګډو فعالیتونو په هدف د مشترک المنافع سوداګریزو ساحو د جوړولو په اړه به هم خبرې وشي:

"په دې بحث کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید مشترک المنافع یا جاین وینچرز جوړي شي، امکان شته چې افغان او پاکستاني سوداګر په دې برخه کې تړونونه لاسلیک کړي او د مشترک المنافع د ساحو جوړولو لپاره لاس په کار شي ."

ښاغلی پسرلی وایي چې هڅه کېږي په پاکستان کې د افغانستان خامو موادو د خرڅلاو لپاره بازار پیدا شي او افغان او پاکستاني سوداګر به په داړو افغانستان او پاکستان کې پانګونه وکړي.

په دغه غونډه کې له افغانستانه د ایسا ادارې چارواکو په شمول یوشمېر سوداګرو هم ګډون کړی دی.