راپورونه وایي چې د بلجیم د پلازمینې بروکسل په هوایي ډګر او د دې ښار د مترو په یوه تم ځای کې په ننیو چاودنو کې چې د بلجیم صدراعظم چارلس میشل هغه کوکورانه، له خشونته ډکې او بزدلانه حملې وبللې، لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.
نورو اروپایي مشرانو هم د بلجیم د ننیو حملو غندنه کړې ده.
دوه چادونې د بروکسل د زاوینتیم نړیوال هوایي ډګر د مسافر ینو په خروجي سالون کې وشوې او ورپسي یوه چادونه د ښار د مترو په مالبیک تم ځای کې، د اروپایي ټولنې دفترونو ته نږدې، وشوه.
د بروکسل ښاروال وویل چې د بروکسل د مترو په تم ځاې کې په چاودنه کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
مخکې په دې پېښه کې د پنځلسو کسانو د وژل کېدو ویل شوي و.
رسنیو په هوایي ډګر کې د وژل شویو کسانو شمېر۱۳ تنه ښودلی و.
د چارواکو په وینا داسې ښکاري چې یوه چاودنه انتحاري حمله وه.
له دغو چاودنو وروسته د بروکسل نړیوال هوایي ډګر تړل شوی او په ښار کې ټول عامه ترانسپورټ فعالیت بند شوي دي.
بلجیم د تروریزم د خطراندازه لوړې اندازې ته پورته کړی او په بروکسل ښار کې ۲۲۵ اضافي ځواکونه ځای پرځای کړي دي.
د اروپا په نورو هوایي ډګرونو کې هم امنیتي تدابیر پیاوړي شوي دي.
اروپایي کمېسیون وویل چې د اروپایي اتحادیې پرسونل ته ویل شوی په دفترونو یا هم په کورونو کې دننه پاتې شي.
په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال ریکارډ جوزویک د سکایپ له لارې د بروکسل د میترو مالبیک تم ځای کې وضعیت ډېر کړکېچن وباله:
"د لته اوس په شومن سیمه کې وضعیت بېخي ګډوډ دی، دا په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د مقراصلي سیمه ده، ترهغه ځایه چې موږ خبریو په مالبیک تم ځای کی چې په اته سوه مترۍ کې یې د اروپایي ټولنې او اروپایي کمېسیون ودانۍ دي، بم چاودنه وشوه، دا بم چاودنه دومره قوي وه چې دودونه یې د مترو له بل تم ځایه چې د اروپایي ټولنې د دفترونو ترودانۍ لاندې تېره شوې، ووتل."
د مالبیک د مترو په تم ځای کې د ریک په نوم یوه عیني شاهد وویل"
"موږ ټولو دودونه ولیدل، موږ د چاودنې دروند غږ واورېد او ورپسې مو دود ولید، څو کسان ژوبل شوي و چې هغوی مو نږدې ودانۍ ته ولېږدول."
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ دا په ټولې اروپا حملې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې دا وچه باید د جدي ګواښونو په وړاندې اساسي اقدامات وکړي.
J’exprime mon entière solidarité avec le peuple belge. À travers les attentats de Bruxelles, c’est toute l’Europe qui est frappée.
— François Hollande (@fhollande) March 22, 2016
د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل وویل، دغه کړغېړنې حملې به په قاطعیت سره د تروریستي ګواښونو په وړاندې د اساسي اقداماتو په ترڅ کې بې ځوابه پاتې نشي.
د سویډن صدراعظم سټیفان لوفین دغه حملې پر ډموکراتیکې اروپا حملې یادې کړې او ویې ویل چې اروپا به په خپلو ټولنو کې تروریستي حملې هېڅکله هم ونه مني.
د کریملن ویاند دمیتري پیسکوف وویل، د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین په سختو ټکو دغه وحشیانه جنایت وغانده.
Vladimir Putin has expressed his condolences on the civilian deaths in a series of explosions in Brussels
— President of Russia (@KremlinRussia_E) March 22, 2016
په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، د لوېدیځ دوه مخی سیاست د دغو تروریستي حملو سبب شوی.
د اروپايي اتحادیې د بهرني او امنیتي پالیسۍ مشرې فیدریکا موغیریني په عمان کې د اردن د بهرنیو چارو له وزیرسره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې د بروکسل د ننیو چاودونو په اړه وویل:
"د ا همداشان د اروپا او هم یې د پلازمینې لپاره یوه غمجنه ورځ ده، دا هغه درد دی چې دا سیمه ورسره اشناده او هغه هره ورځ دوام لري، که هغه سوریه ده یا بل ځای، موږ تر اوسه دې ته انتظاریو چې په بروکسل کې د حملو د څرنګوالي په اړه دقیق خبرونه ترلاسه کړو خو دا بېخي واضح ده چې د دغه درد ریښې چې شاوخوا زموږ سیمه ترې زورېږي، یوبل ته ورته ده، دا یواځې د قربانیانو درد نه دی چې موږ یې یوکړي یو بلکې د دغو اعمالو په وړاندې عکس العمل هم ښیو او د افراطیت او تشدد دواړو مخه نیسو."
Painful day for Brussels and all Europe. In Jordan with FM @NasserJudeh working together on counterterrorism #united https://t.co/gKwUcXNmav
— Federica Mogherini (@FedericaMog) March 22, 2016
دغه پېښې څو ورځې وروسته له هغې پېښېږي چې په بروکسل کې د پاریس د نومبرد خونړیو حملو اصلي مشکوک صلاح عبدالسلام ونیول شو.
په دغو حملو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي و.