د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې ۲ چاودنې شوي

د بلجیم د پلازمینې لوی هوایي ډګر وروسته له هغې وتړل شو چې د مسافرینو په خروجي سالون کې یې د دوچاودنو خبر ورکړل شو.

د بروکسل د ترانسپورټي خدماتو چارواکو هم وروسته له هغې چې د اروپایي ټولنې دفترونو ته نږدې د میلبیک میترو په تم ځای کې چاودنه وشوه، په ښار کې ټول عامه ترانسپورټ بند کړی دی.

د چاودنو علت معلوم نه دی.

پولیسو وویل، د بروکسل په زاوینیتم هوایي ډګر کې په چاودنو کې یوکس وژل شوی، خو د فدرالي څارنواله په حواله ویل شوي چې وایي ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ژوبل شوي دي.

د بیلګه خبري اژانس وویل له چادونو مخکې ډزې او په عربې ژبې شعارونه اورېدل شوي دي.

د میلبییک د میترو په تم ځای کې هم د تلفاتو راپورونه ورکول شوي دي.

د بلجیم د کړکېچونو مرکز اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي.

بلجیم د تروریزم د خطر اندازه لوړې اندازې ته پورته کړی او اروپایي کمېسیون وویل چې د اروپایي اتحادیې پرسونل ته ویل شوي په دفترونو یا هم په کورونو کې دننه پاتې شي.

د اروپا په نورو هوایي ډګرونو کې هم امنیتي تدابیر پیاوړي شوي دي.

دغه پېښې څو ورځې وروسته له هغې پېښیږي چې په بروکسل کې د پاریس د نومبر د خونړیو حملو اصلي مشکوک صالح عبدالسلام ونیول شو.

په دغو حملو کې ۱۳۰ کسان وژل شوي و.