د بلخ په مرکز مزارشریف کې د جنبش ګوند پلویانو د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د جمعیت ګوند پلویانو د بلخ د سر پرست والي عطا محمد نور په ملاتړ مظاهرې وکړې
له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې د مظاهره چیانو په منځ کې ځینې غیر مسوول وسله وال کسان هم لیدل کېږي.
دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې یوشمېر نامعلومو کسانو په مزارشریف کې له یو شمېر څلور لارو څخه د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د عکسونو لېرې کړل او دې کار د دوستم پلویان په غوسه کړل.
په ورته وخت کې د بلخ د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي، هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې په مزار شریف کې امنیت ګډوډ کړي.