د وژل شوې فرخندې په اړه نړیوالې تبصرې

لاس انجلس ټايمز:

د امريکا چاپ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د فرخندې ملکزاده پر وژنې ليکنه خپره کړې چې پرون يې کال پوره شو.

د مطلب په پيل کې راغلي، افغانانو د ٢٧ کلنې فرخندې د مرګ د يو کال د پوره کېدو له کبله د هغې ياد تازه کړ. هغه په کابل کې د قران کريم د سوځونې په ناحقه تور تورنه او د يوه ډله پارېدلو کسانو له خوا ووژل شوه.

ورځپاڼې د دې مطلب په سر کې يو عکس هم خپور کړى چې يوه ممثله په کې ښکاري، د هغې سر او مخ په سره رنګ لړلی، وېښته يې ګډوډ دي او د فرخندې په نقش کې راڅرګنده شوې، شا و خوا ته يې څو نارينه ښکاري چې په لاسونو کې يې ډبرې او لرګي نيولي دي. ممثله ناسته ده او نارې وهي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې د پېښې لومړنيو شېبو ته پام اړولى او ليکي، تېر کال د نوروز په درشل کې په مبايل ټیليفونونو هغه اخيستل شوي عکسونه او ويډيوګانې خپرې شوې چې په کې په لسګونو کسان چې ډېرى يې ځوانان وو ښکارېدل، خلکو وليدل چې د پارېدلو کسانو يوه ډله يوه ځوانه نجلۍ چې مخ يې په وينو لړلى دى، ډبوي.

هغه په پرله پسې ډول نارې وهي او دا تورونه ردوي چې ګواکې د قران کريم پاڼې يې سوځولې وي.

لاس انجلس ټايمز ليکي، دغه ويډيوګانې ډېر ژر په انټرنټ کې خپرې شوې او تر ډېرو کسانو پورې ورسېدې.

د ليکنې په دوام راغلي:

د فرخندې ملکزاده مايوسانه فريادونه په صوتي او تصويري رسنيو کې خپاره شول، تحليل کوونکو او سياستوالو دا بحثونه وکړل چې څنګه امکان لري د کابل له ګڼه ګوڼې په يوه ډکه سيمه کې، يعنې شاه دوشمشېره زيارت ته څېرمه داسې يوه پېښه وشي.

د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په مطلب کې راغلي، د ٢٠١٥م کال د مارچ پر ١٩مه د فرخندې تر وژل کېدو ٢٤ ساعته وروسته امنيتي چارواکو او د حج و اوقافو وزارت مقاماتو وويل، لکه څنګه چې شاه دوشمشېره زيات ته نژدې پارېدلو خلکو ادعا کوله، دوى کوم داسې مدارک او شواهد ونه موندل چې ثابته کړي، فرخندې دې د قران کريم پاڼې سوځلې وي.

ورځپاڼې د يوه ټلويزيون د خبريالې شکيلا ابراهيم خېل خبرې هم رااخيستي چې له نورو ښځو سره يوځاى يې د فرخندې جنازه پر اوږو اخيستې وه. هغې ويلي:

د فرخندې وژنې څرګنده کړه چې حتى په ښاري سيمو کې هم زاړه روايتونه او چلندونه نفوذ لري.

نيويارک ټايمز:

د امريکا چاپ بلې ورځپاڼې نيويارک ټايمز بيا په افغانستان کې د داعش ډلې په وړاندې د مبارزې پر موضوع ليکنه خپره کړې ده.

د نيويارک ټايمز د مطلب په پيل کې راغلي: وروسته له هغې چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په افغانستان کې خپل فعاليت پراخ کړ، په تېرو دوو مياشتو کې امريکا د دې ډلې په وړاندې خپل جنګي عمليات ډېر شديد کړل.

د نيويارک ټايمز په مطلب کې د امريکايي پوځيانو په حواله ليکل شوي، دوى د امريکا د حکومت د جنګي مبارزې د پراخېدو په لړ کې د دې ډلې په وړاندې چې په عراق او سوريه کې يې ځينې سيمې نيولي، خپلې حملې پراخې کړې دي.

د ورځپاڼې په حواله، په تېرو دوو مياشتو کې د امريکا بې پېلوټه او جنګي جټ الوتکو په افغانستان د بمونو او توغنديو ٢٥١ حملې کړې دي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې برابره زياتوالى ښيي.