د سلما بند امتحاني چارې په بریالیتوب سره پیل شوې

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي چې په هرات کې د سلما بند ازمایشي کار په بریالیتوب سره پيل شو.

د دغه وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي ازادي راډیو ته وویل چې د سلما بند د اوبو کاسه اوسمهال په مناسبه اندازه اوبه لري او د دغه بند څو توربینونو په ازمایشي توګه فعالیت پيل کړي دی.

دی وایي چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د سلما بند د اوبو کاسه په بشپړه توګه ډکه شي او د برېښنا تولید ته به چمتوشي:

"له نیکه مرغه د اوبو سطح مناسبې اندازې ته رسېدلې ده او موږ په ازمایشي توګه څو توربینونه فعاله کړل ترڅو معلومه شي چې د میکانیزم او هایدرو میخانیکي کارنو له پلوه دغه توربینونه مناسب فعالیت لري که نه چې الحمدالله دغه ازمایش هم په سمه توګه ترسره شو."

د سلمان بند چې په دې وروستیو کې د افغان هند د دوستي د بند په نوم یاد شوی ۴۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي د صنعتي پارکونو تر څنګ به شاوخوا ۴۲زره کورنیو ته هم برېښنا ورکړي او ۷۵ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.