"۱۳۹۴کال له نا امنیو او ستونزو ډک کال و"

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه وایي چې۱۳۹۴ لمریز کال له نا امنیو او ستونزو ډک کال و.

د دغو وزارتونو مسؤلین وایي چې په دې کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه وه خو بیا هم دوی د روانو ناامنیو په کابو کولو کې بریالي شول.

په افغانستان کې د امنیت د ټينګښت لپاره د تېرو کلونو له هڅو سره سره لاهم ۱۳۹۴ لمریز کال د نورو کلونو په پرتله له امنیتي پلوه تر ټولو ناوړه کال بلل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه تاییدوي چې د تېرو کلونو په پرتله په دې کال کې امنیتي ستونزې ډېرې وې.

خو دوی وایي چې افغان امنیتي ځواکونه له زیاتو ننګونو سره سره د افغانستان په دفاع او د امنیت په تامین کې بریالي شول.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په ۱۳۹۴ کال کې د ګواښونو کچه د تېرو کلونو په پرتله ډېره وه.

نوموړي وویل چې د وسله والو مخالفینو تحرکات په دې کال کې ډېر و خو وسله وال مخالفین ونه توانېدل چې خپل هدف ته ورسېږي:

"په یوشمېر ساحو کې د دښمن تحرک ډېر و، په خواشنۍ سره چې موږ یوشمېر سیمې هم له لاسه ورکړې د مثال په ډول کندز نه یادونه کوو ۱۳۹۴ کال خپلې ستونزې درلودې، دا کال امنیتي ځواکونو ته له ازموینې ډک کال و او داسې یو کال و چې موږ خپلې ستونزې هم درلودې او بریالیتوب مو هم درلوده، طبعاً چې په ۱۳۹۴کال کې امنیتي ستونزې د نورو کلونو په پرتله ډېرې وې."

ښاغلي دانش د پرمختللو وسلو کمښت، په ټيټه سطحه د همغږۍ نشتون او په سرحدونو کې یوشمېر ستونزې په دې کال کې د نا امنیو مهم عوامل وبلل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې اوس مهال د هلمند، ننګرهار، بدخشان، تخار او کندز په یوشمېر برخو کې جګړه روانه ده.

د دغه وزارت په وینا یوشمېر محدودې ولسوالۍ اوس مهال د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې دي خو یوشمېر ولسوالۍ له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وایي چې وسله والو مخالفینو هڅه کوله ترڅو د هېواد یوشمېر برخې ونیسي او خپل لوی مرکز جوړ کړي، خو د دوی په وینا چې وسله وال مخالفین خپل دې هدف ته ونه رسېدل.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د افغانستان وسله وال پوځ هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې نېږدي ۱۶ عملیات په تهاجمي ډول ترسره کوي.

نوموړي همدارنګه وویل چې اړتیاده ترڅو افغان امنیتي ځواکونه د هوایي قوتونو په برخه کې،د توپچي، کشف او استخباراتو په برخه کې پیاوړي شي:

"دوی هغه اهداف چې ځان ته ټاکلي وو، مثلاً دوی غوښتل اته ولایتونه سقوط کړي،۶۰ ولسوالۍ سقوط کړي او ستر مرکزونه جوړ کړي خو دوی خپل هدف ته ونه رسېدل، دوې له ماتې سره مخ شول خو د ۲۰۱۴ میلادي کال په نسبت په ۲۰۱۵تلفات ډېر و."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال لویډ اسټن په دې ورستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د امنیت په برخه کې پرمختګونه رامنځته شوي دي او افغان ځواکونه د ۲۰۱۵ میلادي کال د جګړې له فصله، یعنې اوړي څخه بریالي راووتل.

جنرال لویډ اسټن ویلي چې شاوخوا ۳۲۵۰۰۰ افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت لپاره ښې هڅې کوي.

له بلې خوا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال جان کېمپل ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او کولی شي چې په مستقلانه ډول له خپلې خاروې دفاع وکړي.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو او د ۲۰۱۵ میلادي کال په پیل سره ټول امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

اوس مهال د امریکایې ځواکونو په شمول نېږدې ۱۴ زره نړیوال قوتونه په افغانستان کې مېشت دي او له افغان ځواکونو سره د زده کړې او مشورې په برخو کې کار کوي.

له دې ټولو سره د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي وایي چې ۱۳۹۴ لمریز کال یو خونړی کال و او دوی په دې کال کې د مرګونو پېښو شاهدان وو.

د کابل ښا دوو تنو اوسېدنکو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"۱۳۹۴ کال ډېر له جنجالونو او خونړیو پېښو ډک کال و، افغان ځواکونه نه دي توانېدلي چې حتی د کابل ښار امنیت ټينګ کړي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې دولت د امنیت ټينګښت په برخه کې جدي ګامونه واخلي."

"موږ په خپلو سترګو لېدلې دې چې په کابل کې پولیس اوعام خلک وژل شوي دي، امنیت په هېڅ وجه نه دی ښه شوی."

دا په داسې حال کې ده چې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې ۲۰۱۵ میلادي کال د افغانانو لپاره خونړی کال بللی دی.

د یوناما نوی راپور ښيي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۳۵۴۵ ملکي وګړي وژل شوي ۷۴۵۷ټپیان شوي دي.

د یوناما په دغه راپور کې د ملکي مرګ ژوبلې لوی عامل د طالبانو په ګډون نورې وسله والې مخالفې ډلې او بیا امنیتي ځواکونه بلل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې او جګړې د څېړنیز مرکز موندنې ښیې چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې ۹۴ انتحارې حملې په افغانستان کې شوي چې ۲۹ حملې په پلازمېنه کابل کې وي.​

کابل ښار

​همدارنګه د امریکا د دفاع وزارت راپور څرګندوي چې اوس مهال په افغانستان کې تاوتریخوالی ورځ تربلې زیاتېږي او په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملکیانو تلفات د ۲۰۱۴کال په پرتله څلورسلنه زیاتوالی ښیې.

له بلې خوا په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور له نورو ګواښونو شمېرل کېږي چې خلکو ته یې اندېښنې را پیدا کړې دي.

د ملي وحدت د حکومت رهبرانو هم په افغانستان کې د دې ډلې موجودیت یو ګواښ یاد کړی او له دې ډلې سره یې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې همکاري اړینه بللې.

په ننګرهار کې یوشمېر قومي مشران د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان استخباراتي کړیو مداخلې په هېواد کې د نا امنیو د پراخېدو اصلي عوامل یادوي.

دوی وایي، سره له دې چې داعش ډله د افغان او نړیوالو ځواکونو له لورې په بشپړ ډول ځپل شوې ده خو د افغانستان د خلاصو سرحدونو له وجې یوشمېر کسان له دې ډلې سره یوځای کېږي.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو تن افغان سرتېری

د اچین ولسوالۍ قومي مشر ملک عثمان شینواري له ازدي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په ۱۳۹۴ کال کې د ننګرهار له بېلابېلو سیمو څخه ډېرې کورنۍ د افغان ځواکونو، داعش او طالب وسله والو ترمنځ د جګړې له امله له خپلو سیمو بې ځایه شول.

ښاغلي شینواري وویل اړتیا ده چې د دې ستونزې د حل لپاره د ننګرهار اوسېدونکو سره مشورې وشي او په دې برخه کې جدي پام وشي:

"که چېرې حکومت د شینوارو خلکو سره خبرې ونه کړي او ورته حقوق ورنه کړي، او شینوارو کې امن رانشي زه دا په ډاډ سره ویلی شم چې په ننګرهار کې به هم امن نه وي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې داعش ډله په بشپړ ډول ځپل شوې ده او یوازې د افغانستان د ختیځو ولایتونو په یوه ولسولۍ کې فعالیت لري.

خو په دې ورستیو کې د بلخ او کندز ولایتونو سیمه ییزو چارواکو په دې ولایتونو کې د داعش ډلې له فعالیتونو اندېښنه ښودلې ده.

له بلې خوا په ۱۳۹۴ کال کې د وسله والو طالبانو لخوا د کندز ښار سقوط د افغان امنیتي ځواکونو له عمده ماتو څخه شمېرل کېږي.

خو په دې کال کې د کندز ښار تر نیولو کېدو له څو محدودو ورځو وروسته افغان چارواکو خبر ورکړ چې د کندز ښار بېرته د افغان د امنیتی ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

خو له هغه وروسته یوناما د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې په کندز ښار کې د۲۰ ورځو جګړو پرمهال د افغانستان د ۱۴ کلونو جګړو په پرتله ملکي تلفات کم ساری وو.

دا راپور څرګندوي چې په دې موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۴۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد راپور د افغان امنیتي ځواکونه کمزوری مدیریت، د همغږۍ نشتون او وظیفوي غفلت د دې ښار د سقوط عمده عوامل یادوي.

راپور زیاتوي په دې ولایت کې تصفیوي عملیات د ډېرې مودې لپاره روان وو او لاهم د دې ښار په شاوخوا کې جګړې روانې دي.

هلمند هم یو له هغو ولایتونو شمېرل کېږي چې په ۱۳۹۴کال کې د ناوړه امنیتي وضعیت سره مخ و.

د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده ازادي راډيو ته وویل چې په دې کال کې وسله وال مخالفین وتوانېدل چې د دې ولایت څو ولسوالۍ ونیسي.

د هلمند ولایت مارجه ولسوالۍ

​نوموړي په هلمند کې د جګړې دوام د حکومت کمه پاملرنه دې ولایت ته یادوي او ټينګار کوي چې باید د جګړې د ختمولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخیستل شي:

"حکومت باید له خپلو موجوده امکاناتو څخه کار واخلي، او هدف ته ځان ورسوي، ترڅو حالات کنټرول شي چې ولسونو ته هم د قناعت وړ وي، زموږ اندېښنه داده که چېري حکومت اقدام ونه کړي نو ناوړې پایلې به ولري."

په همدې حال کې د زابل د ولایتي شورا منشي وایي چې ۱۳۹۴ کال د دغه ولایت لپاره له ستونزو ډک کال و.

اسدالله کاکړ ازادي راډيو ته وویل چې د دې ولایت څو ولسوالۍ له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخې دي او خلک دغو امنیتي ستونزو ته اندېښمن دي.

له بلې خوا د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سید خېل ازادي راډيو ته وویل چې په ۱۳۹۴ کال کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر توغندي د ډيورنډ کرښې له هغې غاړي دغه ولایت ته راغلي چې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي.

په همدې حال کې د ډيمکراسي انټرنېشنل موسسې تازه موندنې ښیې چې د ملي شورا له ۴۰ سلنې ډېرو غړیو ویلي چې ولایتونو کې یې د تېرو کلونو په پرتله ناامنیو زور اخیستی دی.

دوی وایي چې د نا امنیو له وجې نشي کولی چې خپلو ولایتونو ته سفر وکړي.

خو د ولسي جرګې غړي محمد نذیر احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې له امنیتي ستونزو سره سره په تېر کال کې افغان امنیتي ځواکونه ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

د ولسي جرګې غړی محمد نذیر احمدزی

​ښاغلي احمدزي وویل چې هڅه شوې ترڅو له خلکو سره په مشورې د امنیت په برخه کې روانې ستونزې حل شي:

"لکه څنګه چې موږ له رخصتیو نه مخکي تللو موږ ولسمشر سره ملاقات درلوده موږ د دوی اشتباهات او د ولس وړاندیزونه له دوی سره شریک کړل چې خوشبختانه دا دوه ورځې کېږي ولسمشر له کابینې او اجراییه رییس سره او د ملت استازي مخامخ سره ناست دي چې له هغې خوشبختانه ولسمشر داسې پلانونه یې جوړ کړي چې د ملت په خوښه دي."

خو یوشمېر افغان کارپوهان وایي چې افغانستان په ۱۳۹۴کال کې د امنیت په برخه له لویو ماتو سره مخ و.

افغان کارپوه جاوید کوهستاني ازادي راډيو ته وویل په هغه صورت کې چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته پام ونشي وضعیت به لانور کړکېچن شي:

"که چېري موږ خپلو نمیګړتیاوو ته پام ونه کړو، موږ به د افغان ځواکونو د دوامداره ملاتړ لپاره به د نړیوالې ټولنې هغه باور له لاسه ورکړو چې بیا هغه مهال به هېڅ حل لاره نه لرو، د بې باوریو رامنځ ته کېدل کولی شي چې ډېر رول ولري."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د یوشمېر راپورنو په اساس په ۱۳۹۴ کال کې زرګونه افغانان د نا امنیو او بېکارۍ له وجې دې ته اړ شوي چې له هېواده بهر ولاړ شي.

خو افغان څېړونکي وایي چې د امنیت ټينګښت د اقتصادي پراختیا، د قانون حاکمیت او د ټولنیز عدالت د تامین سبب ګرځي.

د دغو کارپوهانو له ډلې اسحاق اتمر له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې په افغانستان کې نا امنۍ کورني او بهرني لاملونه لري خو د ده په وینا چې د افغانستان د نا امنۍ کابو کولو ته اړتیا ده چې افغان حکومت یوه مشخصه پالیسي جوړه کړې.

راپور: ناجیه ساپۍ