"له جرمني نه د افغان کډوالو اجباري اخراج د منلو نه دی"

افغان حکومت وايي، له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو اجباري اخراج ورته د منلو وړ نه دى.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي پرون ازادي راډيو ته وويل، په دې اړه د جرمني له حکومت سره پر يوې موافقې خبرې کېږي:

"فعلاً اجباري اخراج نه منو، په نېږدې راتلونکي کې مو پر يوه موافقه له جرمني سره مذاکرې پيلېږي، افغانستان د دې موافقې مسوده برابروي، تر دې مخکې دغسې يوه مسوده د جرمني له خوا راسپارل شوې وه، پر هغې مو کار کړى، د کوم تړون له چوکاټ پرته فعلاً افغانستان د هغو کسانو منلو ته تيارى نه لري چې له جرمني ايستل کېږي."

تېر ميلادي کال نېږدې يولک او ٨٠ زره افغانانو په اروپا کې د پناه درخواست ورکړى.

د اروپايي ټولنې ارقام ښيي چې په جرمني کې شاوخوا زرو افغانانو ويلي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، هغه افغانان چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستنېږي، افغان حکومت ورسره ضروري مرستې کوي.