"باید په افغانستان کې د ناکامۍ مخه ونیول شي"

د وار ان د راکس War On The Rocks خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا د استازو جرګې د اکثریت د مشر کېوین مککارتي مقاله خپره کړې ده.

د دې لیکنې عنوان یې دی"هغه زمانه رارسیدلې ده چې تر ډيره باید په افغانستان کې د ناکامۍ مخه ونیول شي."

مککارتي لیکي:

ده د ملي امنیت د استازېو ترڅنګ د استازېو په جرګه کې ولسمشراوباما ته یو لیک استولی او په هغه کې یې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړد ماموریت په برخه کې خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

په مقاله کې وړاندې لولو، په دې کې شک نه شته چې خوندي، باثباته افغانستان د امریکا د ملي امنیت په ګټه دی، خو د ولسمشر اوباما بهرنۍ تګلاره دې هدف ته زیان اړوي.

کېوین مککارتي دا هم لیکي چې له بده مرغه د امریکا پوځي قوماندانان مجبوره کېږي چې دې ماموریت ته د دې سربیره دوام ورکړي چې هغه څه ورسره نه شته چې د یاغیانو د ځپلو لپاره اړتیا ورته لري.

د مقالې په دوام لولو چې له افغانستانه د پوځیانو په ایستلو کې بیړې د غوڅ ماموریت بریالیتوب له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په دې مقاله کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د تحرکاتو زیاتیدو او د افغانستان په ختیځ کې د داعش حضور ته هم اشاره شوې ده.

مککارتي لیکي:

په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال په پای کې چې د امریکا محاربوي ماموریت پای ته ورسید، داعش له درې زره وسله والو سره د افغانستان په ختیځ کې سر راپورته کړ، خو مکاکارتي انتقاد کوي او لیکي چې له بده مرغه ولسمشر اوباما ډیرځنډ وروسته اخر د روان کال په جنوري کې اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د داعش وسله وال په نښه شي.

مککارتي لیکي چې له دې اجازې راوروسته د داعش په لسګونو وسله وال په افغانستان کې ووژل شول.

مککارتي د مقالې په وروستیو کې لیکي چې پکارده ولسمشر اوباما د افغانستان په برخه کې پر خپلې ستراتیژۍ بیا له سره غور وکړي.

دی بیا لیکي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمیدو وړاندیزته هم بیا له سره کتنه پکار ده.

د امریکا د استازو د جرګې د اکثریت مشر بیا لیکي، که دا بدلونونه رانه شي موږ به په افغانستان کې د ناکامۍ امکانات زیات کړو.

یوه بله امریکایۍ خپرونه سټار اینډ سټرایپس بیا په افغانستان کې د روان کال په ترڅ کې یو شمېر ستونزو ته اشاره کوي او د ملګروملتونو په وینا لیکي چې د افغانستان خراب اقتصاد امنیتي ستونزې زیاتې کړې دي.

خپرونه بیا د یاغیانو بریدونو ته اشاره کوي چې تېرکال د شخړو پر مهال ۱۱زره ملکېان په افغانستان کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي چې څلورمه برخه یې ماشومان وو.

سټار اینډ سټرایپس خپرونه بیا د بهرنیو مرستو ته اشاره کوي او لیکي چې د افغانستان د حکومت ۶۹ په سلو کې لګښت په نړیوالو مرستو ولاړ دی او د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته مرستې له دې هیواد سره کمې شوې دي.

خپرونه اداري فساد ته هم اشاره کوي او څرګندوي چې په افغانستان کې نژدې ۱۴۰۰ کانونه غیر قانوني کېنایستل کېږي چې بل لور ته یوازې دوه سوه نور د راپورونو له مخې داسې معدنونه دي چې حکومت ته مالیه ورکوي.