برمک: تر سبا جمعې به په ځينو سیمو کې شدید بارانونه وي

بیړنیو پيښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک وایي، وړاندوینې ښيې چې د روانې مارچ میاشتې تر اتلسمې نېټې (سبا پورې) به د افغانستان په ځينو سیمو کې شدید بارانونه جریان ولري.

ښاغلي برمک له ازادي راډيو سره مرکه کې وویل، په ځينو سیمو کې ښایې دا بارانونو د سیلابونو د رامنځ ته کیدو سبب شي.

ښاغلي برمک زیاته کړه

"د پنځلس نه تر اتلسم تاریخه پورې وړاندوینه شوې چې ممکن هوا په همدې شان باراني و اوسي. په ځينو ځایونو کې به د بارانونو شدت زیات وي چې د اټکل له مخې ممکن په ځینو سیمو کې سیلابونه هم رامنځ ته کړي."

ښاغلی برمک وایي، د احتمالي سیلابونو او زیانونو د مخنیوي لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.

د هوا پیژندنې یو شمېر نړېوالو اژانسونو هم وړاندوینه کړې چې ښایې په همدې مودې کې د طوفان یوه څپه هم له افغانستانه تېر شي.