دفاع وزارت: په نوي کال کې جګړې ته بشپړ چمتووالي لرو

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان امنيتي ځواکونه په نوي لمریزکال کې د دولت د وسله والومخالفینو په وړاندې جګړې لپاره بشپړ چمتووالي لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري دا خبره آزادي راډیو ته د ناټو د سرمشني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړه.

ینس ستولټنبرګ افغانستان ته په وروستي سفر کې ویلي چې راروان اوړی به افغان امنیتي ځواکونوته ستونزمن وي.

وزیري وویل، تیره اوونۍ په دفاع وزارت کې د اړوندو امنیتي ادارو او محلي ارګانونو اداري چارواکو په یوه سیمینار کې د افغانستان روان امنیتي وضعیت وڅیړه او د راتلونکي کال لپاره د هر اړخیزو تیارو په باب خبرې وشوي.

روانه اوونۍ د افغانستان امنیتي وضعیت ته د ناټو د سرمنشي پر اندیښنې سربیره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي هم د دې هېواد د ملي یووالي د حکومت بقا ته اندیښنه ښکاره کړه.