جولي: نړېوال دې له افغان کډوالو سره تبعیضي چلند نه کوي

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د ښه نیت سفیره انجلیناجولي وايي چې نړېوال باید له افغان کډوالو سره تبعیضي چلند ونه کړي.

د هالیووډ دا نامتو هنرمنده پرون په لبنان کې د سوري کډوالو په یوه کمپ کې په دې اړه څرګندونې وکړې او نن په یونان کې وه او هلته یې له هغو کډوالو سره وکتل چې د اروپايي هېوادونو د سرحدونو د بندیدو له کبله هلته ایسار شوي دي.

د هالیووډ نامتو لوبغاړې انجلینا جولي له هغو افغان کډوالو څخه ملاتړ اعلان کړی چې اروپا ته د سفر په لاره کې په یونان کې ایسار شوي دي.

انجلینا جولي چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د ښه نیت سفیره ده پرون په لبنان کې د سوري کډوالو له یوه کمپه د کتنې پرمهال په خاص ډول د اروپايي ټولنې پرهغو اقداماتو سخت انتقاد وکړ چې د افغان کډوالو په وړاندې د نورو په پرتله د مورمیرې سلوک ګڼل کیږي.

د هالیووډ د دې نامتو ستورې په خپلو څرګندونو کې چې یو شمېر مهمو خبري چینلونو خپرې کړې دي ویلي چې اروپايي هېوادونه له دې ډول تبعیضي چلند څخه لاس واخلي.

اغلې جولي زیاته کړه:

"موږ دا حقیقت د قسمي اقداماتو په وسیله او په دې توګه بدلولای نه شو چې یوازې د ځینو بحرانونو د حل لارې ولټوو نه د ټولو او یا له نورو کډوالو څخه د افغانانو په جلا کولو سره له ځینو سره مرسته وکړو او له نورو سره نه، یا دا چې له کډوالو سره د دین او مذهب په نوم توپیري چلند وکړو."

انجلینا جولي چې د ملګروملتونو د کډوالو د ادارې UNHCR د ښه نیت سفیره ده، پرون د لبنان په ختیځ کې له هغو کډوالو سره وکتل چې د سوریې د کړکیچ له کبله د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي او نن یې د یونان په پیرایوس Piraeus ښار کې چې د افغانانو په ګډون شاوخوا څلور زره کډوال په کې خپلو نامعلومو برخلیکونو ته سترګې په لاره دي، کتنه وکړه.

دا کډوال د اروپا شمال او لویدیځ ته د تلو په تمه دي خو مقدونیې او د بالکان نورو هېوادونو خپل سرحدونه پرې بند کړي.