رحیمي: خلک دې د احتمالي سیلاونو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي

د افغانستان د ملکي هوانوردۍ د ادارې مسوولین له عامو خلکو او د اړوند ادارو له مسوولینو غواړي چې له توپاني بارانونو او له امله یې د احتمالي سیلاونو د مخنیوي لپاره بشپړ چمتوالی ونیسي.

د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي نن ازادي راډيوته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په ځینو سیمو کې درانه ورښتونه وشي چې د سیلابونو د راوتلو امکان هم شته.

د راپورونو له مخې چې له توپان سره مل د باران یوه څپه له لویدیځ شمال لویدځ او جنوب لویدیځه هېواد ته د راننوتلو په حال کې ده.

دغه څپه به د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راورسیږي او تر جمعې به سخت بارانونه وشي.

د بارانونو دغې څپې د هند او پاکستان ځیني سیمې ځپلي چې نږدې ۴۰ کسان په کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې له پېښو سره د مبارزې ملي کمېټه د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي.