په پېښور کې په یوه بس کې بمي چاودنې ۱۵کسان وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
دا چاودنه په صدر کې شوې، په دې بازار کې تل ګڼه ګوڼه وي.
چاودنه په داسي حال کې شوې چې دولتي کار کوونکي بس ته ختل او خپلو دفترونو ته تلل.
د بم شنډولو چارواکو ويلي چې بم د ريموټ کنټرول له لارې کارېدلی او د بس د ګازو په سلنډر پوري تړل شوی وو تر څو چاودنه زيات تلفات رامنځته کړي.