په یمن کې د هوايي حملو پرمهال ۴۱ تنه وژل شوي

له یمن څخه راپورونه وایي، د دغه هېواد په شمال کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د هوایي بمبارۍ په نتیجه کې لږ تر لږه ۴۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

عیني شاهدان وایي، لږترلږه دوه بمونه پرون په حجه ښار کې د ګڼې ګوڼي په یوه ډک مارکېټ ولګېدل.

دغه ښار تر ډېره د شیعه حوثي یاغیانو په لاس کي دی.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف وایي، دوی دغه راپورونه ارزوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې له هغه راهیسې چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ له وروستیو څخه د یاغیانو په وړاندې پوځي کمپاین پیل کړی، تر ۶۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې نیمایې یې ملکي وګړي و.