د یونان او مقدونیا ترمنځ اوبو کې ۳ افغانان مړه شوي

درې افغان کډوال له یونان څخه مقدونیا ته د اوبو له لارې د اوښتو پرمهال ډوب شوي دي.

د مقدونیا د کورنیو چارو وزارت ویانده ناتالیا سپیروا کوردیچ وايي، له دوی سره ۱۹نور افغان کډوال په مقدونیا کې د کډوالو د ساتنې یو مرکز او څلور تنه چې ټپیان وو روغتون ته انتقال شوي دي.

د مقدونیا د کورنیو چارو د وزارات ویاندې زیاته کړې په مړیو شویو کسان کې یوه حامله داره مېرمن، د هغې یوه ځوانه خور او یو سړی شامل دي.

وروسته له هغې چې لوېدیځې اروپا ته د تلو لپاره د غیر قانوني کډوالو پر مخ د بالکان هېوادونو له منځه تېره شوې لاره تېره اوونۍ وتړل شوه، دا مهال تقریباً ۱۴ زره کډوال د مقدونیا پولې ته څېرمه د یونان په یو سرحدي سیمه کې له ګڼې ګوڼې څخه په یو ډک کمپ کې بند پاتې دي.

درې ورځې مخکې هم د ښځو او ماشومانو په شمول د ۲۰ تنو هغو افغانانو مړي کابل ته انتقال شول چې د یونان په اوبو کې ډوب شوي وو.