"۶۰سلنه افغانان له طالبانو سره د حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي"

د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ څیړنه ښيي چې د هېواد ۶۰ فیصده خلک له طالبانو سره د حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د دې انسټیټیوټ مسوولینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا څیړنه یې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې له خلکو څخه د پوښتنو پر مټ، چمتو کړې ده.

د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ مسوولین وايي، د دوی څیړنه ښيي چې که خلک د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي، یو لړاندیښنې هم لري.

د دې انسټیټیوټ یوه څیړونکې غلام رضا ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې، د شوېو څیړنو د نتایجو د خپرولو پر مهال وویل، په دې مذاکراتو کې که شفافیت نه وي، د ښځو حقونه او اساسي قانون مهم ونه ګڼل شي او په مجموع کې سوله ټینګه نه شي، دا هغه څه دي چې خلک يې په اړه اندیښنې لري.

ښاغلي ابراهیمي وویل، له دې اندیښنو سره-سره، خلک سولې ته خوشبینه دي:

"کابو ۶۰ فیصده خلکو ویلي چې د سولې د خبرو ملاتړ کوي. له جنګه ستړي شوي او سولې ته هغه وخت رسیدلی شي چې په مذاکراتو کې صداقت وي. همدارنګه ۲۸ فیصده په دې باور دي چې حکومت دا مذاکرات نتیجې ته رسولی شي."

د دغه انسټیټیوټ د مسوولینو د معلوماتو له مخې دا څیړنه د روان لمریز کال د میزان په میاشت کې په ۱۵ ولایتونو، کابل، هرات، بلخ، کندهار، بامیانو، بادغیس، بدخشان، غزني، ننګرهار، پکتیا، هلمند، کندز، زابل، او غور کې ترسره شوې ده.

دوی وویل، د دې څیړنې لپاره یې ۱۵۴۰کسانو ته چې عمرونه یې له ۱۸پورته وو، د پوښتنو فرمې ورکړي او لیکلي ځوابونه یې ترې اخیستي دي.

همدارنګه څیړنه دا هم وايي چې۷۰ فیصده خلک له طالبانو سره د سولې مذاکرات بریالي نه ګڼي او ۲۱.۵ فیصده وايي چې دا پروسه به بریالۍ وي.

په څیړنه کې راغلي دي چې حکومت ۳۴ فیصده، طالبان ۲۰ فیصده، قومي موضوعګانې ۱۱.۴ فیصده، بې وزلي ۱۱.۲فیصده، سیمه ییزو زورواکې او د مخدرو موادو مافیا ۸.۲ فیصده او بهرني ځواکونه ۶ فیصده د سولې د مذاکراتو خڼد کېږي.

سربیره پر دې ۱۹.۹ فیصدو خلکو د سولې عالي شورا سمبولیکه او ۱۶.۴ فیصدو ویلي چې دا شورا له فساده پاکه نه ده.

۱۶،۲فیصدو ویلي چې دا شورا خپلواکې نه لري، ۱۴ فیصدو ویلي چې د خلکو ملاتړ نه لري او۱۱،۴ فیصدو ویلي چې بهرنیان په کې لاسوهنه کوي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا په دې اداره کې د بهرنیانو لاسوهنه ردوي او وايي چې د دې شورا په سټراتیژۍ کې به بنیادي بدلونونه راشي.

د دې شورا یوه مرستیال عطاوالرحمن سلیم وايي، د سولې د پروسې لپاره یې هڅې پيل کړي او له خلکو هیله ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي:

"که د سولې په پروسه کې لازم فشارونه نه وي، دا عملیه ښه نتیجه نه ورکوي. زموږ خبره دا ده چې په دې لاره هر شخص، بنسټ، جریان او هر هېواد خپل مسوولیت وپیژني او پر هغو خواو فشار راوړي چې سولې ته نه حاضریږي."

د سولې عالي شورا تاکېد کوي چې د سولې په مذاکراتو کې دې د ښځو حقونه او تیرې لاسته راوړنې خوندي وساتل شي.

د افغانستان د سټراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټیوټ څیړنه په داسې حال کې خپریږي چې افغان حکومت ویلي، د سولې د مذاکراتو لپاره ۴ اړخیزې هڅې روانې دي.

خان محمد سیند