په کندهار کې یوه ښځينه پولیسه په ډزو وژل شوې

د کندهار ښار په چوڼۍ سيمه کې یوه ښځینه پولیسه د نا معلومو وسله والو په ډزو وژل شوې ده.

یوې امنېتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د فوزیې په نوم دا ښځینه پولیسه د پاسپورټ ریاست کارکوونکي وه او نن سهار د نامعلو وسله والو له خوا وژل شوې.

دا سرچینه وایي، ممکن دا ښځینه پولیسه د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوې وي.

خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې هم یوشمېر ښځینه پولیسې د نامعلومو وسله والو هدف ګرځېدلي.