د غوراوي د کمېټې په ګډون د انتخاباتي نظام د اصلاح په اړه اندېښنې

د افغانستان د عدالت او توسعې ګوند د غوراوي د کمېټې د کارونو په اړه اندیښنه وښوده او ويي ویل، دا احتمال شته چې دا کمېټه بې طرفه کار ونه کړي.

د دغه ګوند رییس سید جواد حسیني د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې له افغان حکومت او نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د دوی اندېښنې په پام کې ونیسي.

که څه هم ولسمشر یو ځل بیا د انتخاباتي سیسټم د اصلاح او د غوراوي کمېټه د کارونو د پيل په اړه تقنیني فرمان صادر کړی، خو د عدالت او توسعې ګوند یاد اقدام ته د شک په سترګه ګوري.

د دې ګوند مشرسید جواد حسیني د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې دا د ولسمشرمحمد اشرف غني او اجراييه رییس عبدالله عبدالله ترمنځ یوه معامله ده.

ښاغلي حسیني په افغان حکومت او نړېوالې ټولنې غږ وکړ چې د دوی اندېښنو ته دې پام وکړي:

"په رښتیا هم د غوراوي د کمېټې په ګډون د انتخاباتي نظام د اصلاح په اړه اندېښنه لرو او هیله مو دا ده چې د ملي وحدت حکومت او نړېواله ټولنه زموږ اندېښنو ته منطقي ځواب ووایي."

که څه هم وړاندې تردې د غواروي کمېټې د کار او د انتخاباتو د سیسټم د اصلاح په اړه د ولسمشر فرمان د ولسي جرګې له خوا رد شوی دی، خو اوس د یوه نوي فرمان له مخې د غوراوي کمېټې ته نوی کسان ور زیات شوي دي.

اجرائیه ریاست وایي، د غوراوي په کمېټه کې د سترې محکمې، د مشرانو جرګې، د ولسي جرګې، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون مشران، د ښځو فعالانو یوه استازې او د انتخاباتو د څار بنسټونو یو استازی غړیتوب لري.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجراييه ریاست وایي چې د انتخاباتو د اصلاح چارې ښې پرمخ ځي او ډاډ ورکوي چې راتلونکي انتخابات به هم شفاف وي.

د اجراييه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د غوراوي په کمېټه کې هیڅ حکومتي استازی غړیتوب نه لري.

"حکومت د اصلاحاتو له وړاندیزونو سره سم عمل کوي، د غوراوي په کمېټه کې د حکومت یو استازی هم نشته، د غوراوي کمېټه یو خپلواکه کمېټه ده هغوی به حکومت ته د راتلونکو کمېشنرانو پشنهادي لست وړاندې کوي، دا پروسه د خلکو له غوښتو سره سم مخکې ځي، له اصلاحاتو وروسته به انتخابات کیږي."

اکسین یا د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه وايي، که د غوراوي کمېټه له هر ډول فشار او واسطې پرته خپل کارونه پرمخ یوسي او وړ کمېشنران وټاکي نو دابه د راتلونکو انتخاباتو لپاره یو غوره ګام وي.

راپور: رحمت الله افغان