د کابل-کندهار د لارې په دواړو څنډو کې نيالګي کښېنول شوي

د ميدان وردګ ولايت مقامات وايي، د کابل-کندهار د لارې په دواړو څنډو کې په زرګونو نيالګي کښېنول شوي دي.

د دغه ولايت د والي وياند توريالي همت ازادي راډيو ته وويل چې د دغو نيالګيو د ساتنې لپاره ولسونه او دولتي ادارې همکاري کوي:

"د نيالګيو کښېنولو تر څنګ به د هغوى ساتنه کېږي. په ځينو سيمو کې به ولسونه او په ځينو نورو سيمو کې به دولتي ادارې لکه د چاپېريال ساتنې اداره او ښاروالۍ دا مسووليت اخلي."

تر اوسه د ميدان ښار له کوتل نه نيولې تر سره پله سيمې پورې نيالګي کښېنول شوي دي.

د والي وياند وايي، ښاروالي او ولسي خلک په پام کې لري چې دغه نيالګي په منظم ډول اوبه کړي.